IQNA

د مراکشي فوټبال لوبغاړي د معرفي کولو لپاره د هسپانوي روزونکي له خوا د قرآن کريم د آيتونو استناد

13:13 - August 25, 2025
د خبر لمبر: 3491597
ایکنا - د هسپانيې د رئال والادوليد سپورټي کلب مدير د خپل  ټيم د مراکشي لوبغاړي د معرفي کولو لپاره د قرآن کريم په آيتونو استناد وکړ.

 ایکنانیوز د ارم نيوز په حواله راپور راکړد هسپانيې د رئال والادوليد سپورټي کلب  مدير،، ويکتور اورتا، د دې ټيم د مراکشي لوبغاړي  محمد جوب، د معرفي کولو لپاره په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د قرآن کريم د آيتونو په يادولو سره ګډونوال حيران کړل.اورتا خپلې خبرې د نجم سورې د ۳۹، ۴۰ او ۴۱ آيتونو په يادولو سره پيل کړې: «وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَى» او وې ويل: انسان يوازې د خپلې هڅې  میوه ترلاسه کوي او بدله به ورکړل شي. هيله ده چې دا بدله په دې کلب کې ستا بريا وي، چې دا به د مونږ ټولو لپاره بريا وي.دا نوښت، چې د هسپانوي لوبغاړو د معرفي کولو په مراسمو کې غير معمولي  کار دی، يو کلتوري اقدام دی چې موخه ئې د مراکشي لوبغاړي د هڅو قدر کول او د هغه د شخصي ژمنتيا  د اهميت روښانه کول دي.يادونه وشوه چې د دغه مراکشي لوبغاړي د رسمي معرفئ مراسم، چې ټاکل شوې وه د اګست په ۵ ترسره شي، د ژباړن د نه شتون له امله وځنډېدل. د رسمي معرفي مراسمو پر مهال، اورتا ټينګار وکړ چې محمد جوب د دې کلب «لومړی انتخاب» دی.په همدې مراسمو کې، دې ۲۳ کلن لوبغاړي  له دغه  ټيم سره د خپل  راتلونکې په اړه وويل: زه اوس د رئال والادوليد په اړه فکر کوم. سږ کال ډېر مهم دی او زه غواړم ډېر او غوره تمرين وکړم  څو وکولای شم ښه لوبه وکړم.

محمد جواب، بازیکن مراکشی

https://iqna.ir/fa/news/4301208

captcha